رحمان الله ګربز د نړۍ له مشرانو په افغانستان کې د جنګ د بندېدو غوښتنه کړې

رحمان الله ګربز د نړۍ له مشرانو په افغانستان کې د جنګ د بندېدو غوښتنه کړې


  • 2 مياشتي دمخه (11/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 222

ګربز په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي:

((د نړۍ مشرانو! 

زما ګران هېواد افغانستان له یو لوی ناورین سره مخامخ دی. هره ورځ سلګونه بې ګناه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي شهیدان کیږي، کورونه، ښوونځي، دفترونه او نور ملي او عامه تاسیسات ویجاړېږي او زرګونه کورنۍ بې کوره او در په دره شوي دي. لطفاً له موږ سره مرسته وکړئ، چې له دغه ناورین څخه ووځو، موږ په ناورین کې مه پرېږدئ، د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول بند کړئ، موږ سوله غواړو، جګړه باید بنده شي.))

ګربز په داسې مهال د نړۍ له مشرانو د جنګ د بندېدو غوښتنه کوي، چې راشد هم تېره ورځ له نړیوالې ټولنې څخه په افغانستان کې د جنګ د بندېدو غوښتنه کړې وه.