توبیاس ایلووډ: برېتانیا دې بېرته خپل ځواکونه افغانستان ته ولېږي

توبیاس ایلووډ: برېتانیا دې بېرته خپل ځواکونه افغانستان ته ولېږي


  • 3 مياشتي دمخه (07/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 199

سکای نیوز د برېتانیا پارلمان کې د د فاعي کمېټې غړي توبیاس ایلووډ له قوله راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې طالبانو تاوتریخوالی اوج ته رسولی؛ نو برېتانیا باید بېرته خپل ځواکونه افغانستان ته ولېږي او په افغانستان کې دې د بهرنیو ځواکونو مشري وکړي.

راپور کې د ایلووډ له قوله وړاندې راځي، چې طالبانو په دې وروستیو کې پر هیڅ ظلم صرفه نه دې کړې او عامو افغانانو ته یې سخت زیانونه اړولي دي.

توبیاس ویلي برېتانیا او متحدین دې طالبانو ته اجازه نه ورکوي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امن پټنځای بدل کړي.

توبیاس ایلووډ دا خبرې په داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د حکومت د رسنیو د مرکز مشر دوا خان مېنه پال وسله والو طالبانو په کابل کې وواژه.