ابراهیم رئیسي: مونږ له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو

ابراهیم رئیسي: مونږ له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو


  • 3 مياشتي دمخه (05/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 269

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په یوه رسمي سفر ایران ته تللی او هلته یې د ایران له نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي سره لیدلې دي.

د ارګ د معلوماتو له مخې، چې دواړو لورو د همکاریو د کولو خبره کړې او ابراهیم رئیسي ویلي، چې ایران په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره کار کوي او په دې برخه کې به خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.

رئیسي د جمهوریت او د تېرو شلو کلونو په لاسته راړونو ټینګار کړی او ویلي دي، چې تېرې شل کلنې لاسته راوړنې باید ضایع نه شي.

ولسمشر غني به نن د ابراهیم رئیسي د لوړې په مراسمو کې هم ګډون وکړي او خپل یو ورځینی رسمي سفر به پای ته ورسوي.