ابراهیم رییسي د ایران د ۱۳ ولسمشر په توګه دنده پیل کړه

ابراهیم رییسي د ایران د ۱۳ ولسمشر په توګه دنده پیل کړه


  • 2 مياشتي دمخه (03/08/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 208

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي له تائید وروسته، د ایران منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي، نن د ایران د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه.

 

ټاکل شوې ده، چې د ابراهیم رییسي د لوړې مراسم د پنجشنبې په ورځ د یاد هېواد په پارلمان کې ترسره شي او رییسي به د دیارلسم ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

 

ابراهیم رییسي په خپله لومړنۍ وینا کې وویل، چې خواشینی دی، چې د کورونا محدودیتونو ته، په پام سره د ایت الله خامنه يي لاسونه مچو کولی نه شي.

 

نوموړي زیاته کړې، چې د خلکو باور زیانمن شوی دی او دی به په دې برخه کې کار وکړي، تر څو اوسنی واټن له منځه یوسي او د دې ترڅنګ به پر ایران د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو هڅه وکړي.

 

د یادولو ده، چې ابراهیم رییسي په داسې مهال د ایران د ولسمشر په توګه دنده پیلوي، چې د ایران او نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام پر سر خبرې روانې دي؛ خو لاهم کومه مطلوبه نتیجه نه لري او ایران اوس هم له پراخو بندیزونو سره مخ دی.