دفاع وزارت: امریکایي ځواکونو لښکرګاه کې پر طالبانو هوایي برید کړی

دفاع وزارت: امریکایي ځواکونو لښکرګاه کې پر طالبانو هوایي برید کړی


  • 2 کاله دمخه (02/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1143

دفاع وزارت په هلمند ولایت کې پر وسله‌والو طالبانو د امریکا د هوایي ځواک د برید او یادې ډلې ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي. 

د دې وزارت مرستیال ویاند، فواد آمان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې امریکایي ځواکونو نن سهار د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د طالب وسله‌والو پر یو شمېر مرکزونو هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د یادې ډلې اووه جنګیالي وژلي دي.  

دا بریدونه داسې مهال دي، چې امریکایي ځواکونو تر دې دمخه هم په هرات، کندهار او هلمند ولایتونو کې پر دغې ډلې هوایي بریدونه کړي، چې پرمهال یې سلګونه جنګیالي وژل شوي او ټپیان شوي دي. 

امریکایي چارواکو ټینګار کړی، چې د افغان ځواکونو په ملاتړ او د طالبانو ضد هوایي بریدونه به یې دوام ولري. 

په وروستیو کې طالبانو په کندهار، هلمند او هرات ولایتونو کې خپلې جګړې تېزې کړې دي، ورسره هم‌مهاله د افغان هوایي ځواک ترڅنګ امریکایي ځواکونو هم خپل بریدونه زیات کړي او د یادې ډلې ګڼ شمېر جنګیالي یې وژلي، ټپیان کړي او دغه‌راز په‌کې د دوی وسلې او مهمات هم له‌منځه وړل شوي‌دي.