امریکا: د افغان ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو هوایي بریدونه زیاتوو

امریکا: د افغان ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو هوایي بریدونه زیاتوو


  • 2 کاله دمخه (26/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 922

امریکا وایي، د افغان ځواکونو په ملاتړ پر طالب جنګیالیو هوایي بریدونو ته دوام ورکوي. 

دا څرګندونې په کابل کې د امریکایي پوځ مرکزي قومندانۍ، قومندان جنرال کېنټ‌مکنزي له ملي دفاع سرپرست وزیر ستر جنرال بسم‌الله "محمدي" سره په ناسته کې وکړې.

مکنزي ټینګار کړی، چې امریکا د افغان ځواکونو او هوايي ځواک سره خپلې مرستې او همکارۍ دوامداره ساتي.

ورته مهال ښاغلي محمدي د امریکا له لوري افغان ځواکونو سره د ملاتړ او همکارۍ له کبله هرکلی او مننه کړې.

نوموړي همداراز په دې حساسو شرایطو کې د امریکا له‌خوا افغان ځواکونو سره همکاري او د طالبانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې هڅې خورا مهمې بللې دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې طالبانو د افغان دولت پر وړاندې خپل بریدونه زیات کړي، چې ورسره هم‌مهاله امریکا په بېلابېلو برخو او په تېره افغان ځواکونو سره د خپل ملاتړ ډاډ څرګند کړی. 

یو شمېر امریکایي چارواکي په دې باور دي، چې افغان ځواکونه له بهرنیو سرتېرو پرته هم د خپل هېواد د دفاع وړتیا لري او په خبره یې دوی کولای شي، چې خپل خلک له هر ډول ناخوالو وژغوري.