ولسمشر غني: سیاسي رهبران دې د نظام واحد صف لپاره یو موټی‌شي

ولسمشر غني: سیاسي رهبران دې د نظام واحد صف لپاره یو موټی‌شي


  • 2 کاله دمخه (12/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1230

ولسمشر غني له سیاسي او جهادي رهبرانو سره د ناستې پرمهال غوښتي، څو د روان وضعیت د سمون په موخه د نظام واحد صف لپاره سره لاسونه ورکړي.

ولسمشر غني یو وار بیا د خپلو مشورتي ناستو په دوام له سیاسي او جهادي رهبرانو سره د هېواد روانو حالاتو پر سر لیدلي او په دې اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي. 

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېر ماښام له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او جهادي شخصیت استاد عبدرب الرسول سیاف سره کتلي دي. 

په دې لیدنه کې د سولې پر وروستیو پرمختګونو او په دې پروسه کې د راتلوونکو اقداماتو په هکله بحث او خبرې شوې دي.

ولسمشر غني ټینګار کړی، چې سیاسي شخصیتونه او جهادي مشران باید له نظام د دفاع په واحد صف کې ودرېږي او له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي، څو روان وضعیت د پای ټکی کېښودل شي.  

د معلوماتو پر بنسټ، چې ټولو لوریو په هېواد کې د سولې د راتګ لپاره د هڅو پر چټکتیا، ولسواکۍ پر دفاع  او نظام پر ساتنه ټینګار کړی دی.

د ولسمشر غني دا ناسته داسې مهال ده، چې نوموړي تر دې وړاندې د خوست ولایت هوایي ډګر د پرانیستې په مراسمو کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي، چې که افغانستان ورانېږي او افغانان وژل کېږي، نو ګټه یې چا ته رسېږي؟ او له طالبانو دې پوښتنه وشي چې جګړه د چا لپاره کوي؟ 

ولسمشر غني دغه‌راز ویلي، چې په هېواد کې د جګړو د سختېدو مسؤول طالبان دي او زیاتوي، چې دې ډلې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی زیات کړی او سولې ته هېڅ راز ژمنتیا نه‌لري.