جو بایډن: ایران ته به د اټومي وسلو اجازه ورنه کړي

جو بایډن: ایران ته به د اټومي وسلو اجازه ورنه کړي


  • 6 مياشتي دمخه (29/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 442

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي ایران به رانه د اټومي وسلو څښتن نه شي.

جو بایډن دا خبرې د اسراییلو له ولسمشر سره د لېدنې پر مهال کړي دي.

جو بایډن زیاته کړې، چې اسراییلو سره به خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي، خو له ایران سره کوښښ کېږي خبرې یوې پایلې ته ورسول شي؛ خو هیڅکله به ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړي.

نوموړي ویلي دوی په هغو مرکزونو د برید اجازه لري، چې ایران یې ملاتړ کوي.

ایران تر اوسه د بایډن په تازه څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.