برېښنا شرکت: وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه

برېښنا شرکت: وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه


  • 2 مياشتي دمخه (26/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 144

د افغانستان برېښنا شرکت مسؤولین وایي، له نېږدې درې اوونیو وروسته یې وارداتي برېښنا بېرته ونښلوله.

د یاد شرکت مسؤولین، د سالنګ په ولسوالۍ کې د وارداتې برېښنا د دوو پایو غرنیز موقعیت او همداراز بغلان ولایت کې د وارداتي برېښنا د مزي پرې کېدل له هغو سترو لاملونو څخه ګڼي، چې په وینا یې د وارداتي برېښنا د بېرته نښلولو چارې يې له ځنډ سره مخ کړې وې. 

سرچینه زیاتوي، چې په وروستیو دوو میاشتو کې د روښنايي د دښمنانو له خوا د ٢٤ پایو د ړنګېدو له امله د برېښنا پر پرې کېدو سربېره د افغانستان برېښنا شرکت ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

د یادونې ده، چې په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نامالومه کسانو له‌خوا د برېښنا پایې په بمونو الوځول کېږي، چې ګڼ خلک یې ستونزو سره مخ کړي او له کبله یې وخت ناوخت شکایت هم کوي.