کرونا؛ هند کې یې مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي

کرونا؛ هند کې یې مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي


  • 7 مياشتي دمخه (23/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 327

د هند د روغتیا وزارت وايي، چې په هند کې د واکسین په ویش سره د مثبتو پېښو شمېر ۹۰ سلنه کم شوی دی.

یاد وزارت وايي، چې همدا اوس له ۱۸ کلونو پورته کسانو ته د واکسین ویش په شدت سره روان دی او ورځ کې اته میلیونه وګړو ته واکسین ویشل کېږي.

هندي چارواکي وايي چې د واکسین د ویش لړۍ به نوره هم چټکه کړي تر څو د کرونا د مثبتو پېښو شمېر نور هم راکم شي.

هند یو له هغو هېوادونو وه، چې کرونا په کې اوج ته رسېدلې وه؛ خو اوس یې بېرته د پېښو د کمېدو خبره کېږي.