جي شنکر په دوحه کې له خلیلزاد سره کتلي

جي شنکر په دوحه کې له خلیلزاد سره کتلي


  • 3 مياشتي دمخه (16/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 204

د راپورونو له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د قطر په پلازمینه دوحه سره کې کتلي دي.

دواړو لورو په دې لیدنه کې په افغان سوله او په یاده برخه کې په وروستیو پرمختګونو خبرې اترې کړي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ويلي، چې له زلمي خلیلزاد سره یې په سیمه کې د روان امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې کړي دي.

خلیلزاد هند د افغان سولې په برخه کې اغیزناک بللی او ویلي دي، چې په دې برخه کې باید هند خپلې همکارۍ زیاتې کړي.