تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۶۷ کسان مړه شوي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۶۷ کسان مړه شوي


  • 3 مياشتي دمخه (12/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 108

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۶۷ کسان مړه شوي او ۹۷۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په همدې موده کې ۳۵۰ کسان له یادې ناروغۍ بېرته رغېدلي دي.

روغتیا وزارت وايي، چې تر اوسه په هېواد کې په کوویډ ۱۹، ۸۹ زره او ۸۶۱ کسان اخته شوي او ۳۵۲۷ تنه نور مړه شوي دي. یاد وزارت په ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي تر څو له یادې ناروغۍ په امان کې پاتي شي.