جو بایډن: له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو

جو بایډن: له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو


  • 1 اونۍ دمخه (09/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 107

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، هېواد به یې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. 

هغه د سې‌شنبې په ورځ (د غبرګړلي ۱۸ مه) د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا کانګرس ته په یو استول شوي لیک کې دغه راز ویلي، امریکا به د افغانستان د ښځو او نجونو له حقونو څخه ملاتړ او له دغه هېواد سره خپلو بشردوستانه مرستو ته هم دوام ورکړي.

نوموړي په دغه لیک ویلي، متحده ایالات د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان د حکومت او د طالبانو د ډلې ترمنځ د سولې له مذاکراتو څخه "بشپړ ملاتړ" کوي او د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره هڅې زیاتې کړي.

د ولسمشر بایډن په لیک کې راغلي چې واشنګټن به دا ډاډ هم ترلاسه کړي چې د افغانستان حکومت او طالبان به له خپلې خاورې څخه د امریکا په خلاف تروریستي فعالیتونو ته اجازه ورنه‌کړي.