د بشري حقونو نړیوال بنسټونه: د بشري حقونو د فعالانو ژوند په‌ګواښ کې دی.

د بشري حقونو نړیوال بنسټونه: د بشري حقونو د فعالانو ژوند په‌ګواښ کې دی.


  • 1 کال دمخه (20/05/2021)
  • خالد سهار
  • 370

د بشري حقونو فعالو نړیوالو ادارو او بنسټونو ویلي، چې‌په افغانستان‌کې د بشري‌حقونو د فعالانو ژوند له‌ګواښ سره‌لاس او ګریوان دی.

سرچینې ویلي، چې د افغان‌سولې په‌مذاکراتو کې باید د یادو کسانو ژوند او خوندیتوب ته پاملرنه وشي. 

زیات شمېر بنسټونو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو بې‌قید او شرطه وتل به دغه فعالانو ته لا ډېر خطرونه او ګواښونه متوجه کړي. 

سرچینه کې همداراز دا مسئله د جدي اندېښنې وړ هم بلل شوې ده. 

دوی له ناټو، امریکا، اروپايي ټولنې او برېتانیا غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو د امنیت د تامین لپاره اړین اقدامات وکړي. 

بل لورته بیا د بښنې نړیوالې سازمان ویلي، چې په وروستیو څو میاشتو کې د جګړو له کبله په افغانستان کې د بشري حقونو شاوخوا ۱۷ فعالان وژل شوي، چې په‌کې نهه خبریالان هم شامل دي.

بل لورته امریکا وایي، که تاوتریخوالی کم نه‌شي، موږ به هم ډېر ښکېل پاتې‌شو. 

راس ویلسن تېره ورځ له فرانس پرس خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې وویل، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته نامعلوم وسله وال بریدونه او نښتې ډېرې شوې دي خو په وینا یې په دې تاوتریخوالي کې تر ډېره وسله وال‌طالبان ښکېل دي.

هغه د خپلوخبرو پر دوام ویلي چې په‌ افغانستان‌کې روان تاوتریخوالی نه دوی او نه هم نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ دی او که چېرته‌وضعیت همداسې دوام وکړي نو دوی به هم په دغه‌هېواد کې ډېر ښکېل پاتې‌شي.