د اسراییلو او فلسطین ترمنځ جګړو زور اخیستی دی:

د اسراییلو او فلسطین ترمنځ جګړو زور اخیستی دی:


  • 2 مياشتي دمخه (12/05/2021)
  • خلیل
  • 133

د وروستیو راپورونو له مخې، په بیت المقدس کې فلسطینیانو باندې د اسراییلو عسکرو له برید وروسته د اسراییلو او فلسطین ترمنځ جګړې یوځل بیا شدیدې شوې دي.

 ویل کیږي تېرو څو ساعتونو کې د حماس ډلې له لورې د اسراییلو پر مرکز باندې ۱۳۰ توغندې توغول شوي، چې په پایله کې ۳ اسراییلیان وژل شوي دي.

راپورونو زیاته کړي، اسراییلو هم د غزې بر هدفونو باندې خپل هوایي بریدونو ته زور ورکړی.

په غزه کې د یوه روغتون مسوولینو رسنیو ته ویلي چې په وروستیو نښتو کې تر دې دمه ۲۸ فلسطینیان وژل شوي دي.