سپینه ماڼۍ: له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل پيل شول

سپینه ماڼۍ: له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل پيل شول


  • 1 کال دمخه (30/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 436

سپینې ماڼۍ ویلي، چې ځواکونو یې له افغانستانه وتل پیل کړل او په دې سره یې هغه څرګندونې تایید کړې چې یوه لوړ پوړي امریکایې جنرال کړې وې.

د راپورونو له مخې شااوخوا ۱۰۰ سرتیري له پوځي تجهیزاتو سره په الوتکه کې ووتل.

په همدې وخت کې د ناټو یوه چارواکې چې نوم یې نه دی ښودل شوی فرانس پرېس خبري اژانس ته تایید کړې چې له افغانستانه یې وتل پیل کړل.

د ناټو دغه چارواکي دا هم ویلي چې د دې بهیر په هر پړاو کې د دې ایتلاف د ځواکونو خوندیتوب یې تر ټولو لوی لومړیتوب دی او زیاته کړې یې ده چې د دې بهیر په ترڅ کې د طالبانو هر برید به له قوي ځواب سره مخامخ شي.

دی وایي، په پام کې لري چې څو میاشتو کې دا بهیر بشپړ شي، خو د دقیق وخت په اړه یې د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.