یو واده تاوان او که ګټه؟

یو واده تاوان او که ګټه؟


  • 2 اونۍ دمخه (19/04/2021)
  • نجیب احمد عزیزي
  • 241

یو واده نارینه ته له جنسي پلوه خنډ او که ګټه؟

د یوه واده نظریه چندانې کامیابه نه ده، ځکه د ښځې او نر ډېر وخت ترمنځ جنجال راشي او سره پرېږدي.

جې. کي. جیسټرټون

زیاتره ځواکمن او جنسي اړخه قوي  نارینه طبعاً دا خوښوي چې همېشه یې جنسي اړیکه له مختلفو جوړو سره، په بېل حالت او بېخي له تېرې اړیکې سره توپیر ولري. "لیبیډو" او "فانټزي" یانې جنسي لذت او قوت یې په نوي پوزېشن او نابلده جوړې داسې راویښ او بیا تر ډېر ځنډ وروسته "ارګازم" ته ورسېږي.

یانې نارینه په جنسي اړیکه کې فکراً او جسماُ دې ته زیات تمایل لري چې هره نوې جوړې سره د مخکېنیو په پرتله اوږده او لذتي اړیکه ونیسي.

 زړه یې دې ته بوږنېږي چې ښځه یې زیات په تحریکولو او موږلو کې ونډه واخلي. همدارنګه د ښځې تمایل بیا نورو نارینه وو ته نه بلکې له همدې یوه نارینه زیاته عاطفه او د دې په خوښه اړیکه نیول غواړي چې له بدني تحریکولو او دخول وروسته یې انزال ته ورسوي.

هغه نارینه چې زیاتو ښځو ته تمایل لري څو لاملونه د یادولو وړ دي لکه فیزیولوژیکي او اناټومیکي جوړښت مثلاً هغه کسان چې د بلوغ پړاو یې منظمه وده کړې د ټسټسټرون هورمون یې د بدن په پريړولو، هډوکو پنډولو کې مناسبه ونډه لرلې وي؛ نو له دې سره "بیضې" خایې هم مناسب تکامل کوي د سپرمونو زیات تولید یې د دې لامل کېږي چې له مخالفې جوړې سره یې جنسي اړیکې ته زیات کِشش پیداکېږي. دغسې نارینه چې له اُرګانیکي پلوه یانې د خپل طبیعي جوړښت له مخې داسې دي چې د سپرمونو د زیات تولید له امله د جنسي غریزې کنټرول سختېږي؛ نو د ټولنې له خوا پر یوه واده بسنه یا د جنسي غریزې کنټرول یې پر نورو شرایطو او قوانینو  راګرځول داسې دي لکه په کور کې چې مار ژوندی ورک شي او هر ځل یې د خطر وېره وي.

همدارنګه ډېری نارینه بیا د جنسي تمایل له مخې توپیر کوي نه یې په بدن کې د ټسټسټرون هورمون ترشح منظمه وي نه یې "بیضې" زیات سپرمونه تولیدولی شي، خایې یې د وزن او حجم له پلوه هم دومره تکامل نه وي کړی، خو له جنسي اړخه بې بندوباره وي ممکن دغسې نارینه د ماشومتوب او چاپېریال تر اغېز لاندې راغلي وي چې جنسي اړیکو ته زیاته زمینه پکې برابره وي. دغسې کسان کنټرول او د ټولنې قوانین یې منع کولی شي، ځکه د دوی د پارېدولو سببونه بهرني او تر ډېره یې د بدن له اُرګانیکي پلوه نه وي.

 

هغه نارینه چې له یوه واده پرته نورو ته تمایل لري د مطالعاتو پر بنسټ ویل شوي دوی تر ډېره هماغه کسان دي چې له اُرګانیکي پلوه یې جنسي ځواک زیات دی. تر ډېره یې د خوښې او انګېزې کچه زیاته پاتېږي، ځکه هر انسان بېل خویونه او ظاهري ځانګړنې لري مثلاً که یوه مېرمن ډنګره، کوروالي ته یې هیڅ زړه نه کېږي او طبیعت یې هم قهرجن وي ممکن خاوند یې له دواړو لوریو زیانمن شي هم خوښې ځینې یوسي او جنسي اړیکه یې هم له خنډ سره مخ شي، نو هرومرو بله ښځه کېدای شي د دغسې نارینه لپاره خوښې راولي، ښایي د ده ځواب ووایي. په دې هکله د امام غزالي، ابن خلدون او ابن سینا نظر هم یو دی، دوی هغه نارینه چې پر یوه واده بسنه کوي پر لوی لاس ځان فلجول او د خوښې مخه نیول بولي که د څلورو مېرمنو د واده کولو وس هم و نه لري، د دې فکر مخه هم باید خنډ نه کړي دا ځکه د نارینه خوښې هرومرو له زیاتو مختلفو بدني ټيپ ښځو سره چې له یوې بلې سره توپیر ولري خوشالېږي، البته په ځینو ټولنو کې اوس نارینه له یوه واده راګرځول شوی، خو  "ان کانډیشنال" یا پر یوه واده سربېره له نورو ښځو سره له واده او وفادارۍ پرته سکس کوي چې زیات رواج په غربي حوزه کې دی.

زموږ په ټولنه کې دا خوښې شرایطو له هغو نارینه وو اخیستې چې له جنسي پلوه ځواکمن دي او پر یوه واده بسنه کوي، ځکه د مېرمنو تر منځ جنجال، اقتصادي ناورین هغه څه دي چې زموږ ډېری ځوانان یې له دویم، درېیم او څلورم واده راګرځولي، مګر له جنسي پلوه بیا هم اکثر یې په پټه د ښځو له شناخته ځان نه شي راګرځولی.

 ډېرې پېغلې له هغو نارینه وو سره واده کوي چې بله مېرمن هم لري، له دغه حقیقته باید سترګې پټې نه شي چې نارینه له یوه واده سره لا زیات نورو ښځو ته جذابېږي هم یې له اخلاقي پلوه ډاډه وي او لږ تر لږه په چال چلند هم ورسره پوهېږي. 

ښایي د هغو نارینه وو شمېرې زیاتې وي چې پر یوه واده سربېره نورو نجونو بیا هم د واده وړاندیز ورته کړی وي، خو نارینه وو له همدې دوو سببونو ور رد کړی وي چې له لومړۍ مېرمنې سره یې ناځوانې یا هم اقتصادي رکود دی، البته هیڅ واده کړی نارینه په دې خاطر بلې نجلۍ ته د رد ځواب نه ورکوي چې جنسي حقوق به یې ور پایمال کړي؛ مګر داسې نه ده، هغه کسان چې وادونه یې کړي د ناواده کړیو نارینه وو په اندازه یې د سپرمونو تولید زیات دی او له عاطفي پلوه باثباته دي.

مېرمنې بیا هم سختي ناروغېږي په تېره بیا که یوه مېرمن زیات بچیان وزېږوي؛ نو د دې امکان شته چې د خاوند جنسي ژوند له خاورو خمیر شي؛ مګر بیا هم زیات نارینه چې د واده او کورنۍ پیوند یې و نه شلېږي پر همدغه یوه ناروغه مېرمن بسنه کوي.