امریکايي متحدان: له افغانستانه د ځواکونو  په وتلو کې لومړی باید د دولت او طالبان ترمنځ د سولې یو بشپړ تړون وشي.

امریکايي متحدان: له افغانستانه د ځواکونو په وتلو کې لومړی باید د دولت او طالبان ترمنځ د سولې یو بشپړ تړون وشي.


  • 2 مياشتي دمخه (03/04/2021)
  • خالد سهار
  • 202

مېلټري ټایمز ورځپاڼې له افغانستانه د وتلو ناسمه لار تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې.

یادې مقاله کې راغلي، چې د امریکا ټول متحدان د دې پلوي دي چې امریکايي پوځیان بېرته خپل هېواد ته راوګرځول شي، خو د ځواکونو د ایستلو تر ټولو ښه لار دا ده چې لومړی د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې یوه بشپړه موافقه وشي.

مېلټري ټایمز زیاتوي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو قوماندان جنرال سکاټ مېلر، په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال فرانک مکنزي او لوی درستیز جنرال مارک میلي پوښتنه کوي او ان ټینګار کوي چې دوی ته دې شنه اشاره ورکړل شي چې د طالبانو پرضد جګړه پیل کړي او د افغان ځواکونو چې اوس په حیرانوونکي ډول اغېزمن شوي دي، ترڅنګ ودرېږي.

ولسمشر بایډن ویلي، چې د دایمي جګړو د پای ته رسولو لپاره په شمول له منځني ختیځه پوځیان باسي، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې، چې کله به ټول پوځیان وباسي.