روسیه: افغان جګړه ختمول غواړو؛ طالبان باید مخامخ خبرې وکړي.

روسیه: افغان جګړه ختمول غواړو؛ طالبان باید مخامخ خبرې وکړي.


  • 1 کال دمخه (11/03/2021)
  • خالد سهار
  • 697

روسیه وايي هڅه کوي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې لپاره یوه مناسبه حل لاره ولټوي، چې څنګه وکړای شي دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ شته واټن له منځه یوسي.

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، چې مسکو به د روانې میاشتې په ۱۸ نېټه د افغان سولې په تړاو د جوړې شوې غونډې کوربه وي.

 

د زخارووا په وینا له یادې غونډې څخه یې موخه د طالبانو او افغان حکومت د یو شمېر چارواکو مخامخ خبرې، په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمښت او بلاخره د یوسوکاله افغانستان درلودل دي.

 

هغې زیاته کړې، چې د افغان حکومت او طالبانو ترڅنګ امریکا، چین او پاکستان ته هم د ګډون بلنه ورکړې او تمه یې ښودلې، چې یاده غونډه به د افغان سولې پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

 

که څه هم روسیه تمه لري، چې د افغان سولې په تړاو به د دوی په کوربه توب جوړه شوې غونډه خورا مثبته وي؛ خو افغان حکومت لاهم په دې غونډه کې د ګډون په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

 

د یادونې ده، چې د مارچ په ۲۷ نېټه د ترکېې په مرکز کې هم د افغان سولې په تړاو غونډه ترسره کېږي.