د خلیلزاد سفر؛ د اوربند او جګړې کمولو هڅه او د افغان لوري تمې.

د خلیلزاد سفر؛ د اوربند او جګړې کمولو هڅه او د افغان لوري تمې.


  • 3 مياشتي دمخه (02/03/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 182

د امریکا سفارت په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د زلمي خلیلزاد نوی سفر د جګړو په کمولو او د اوربند د رامنځته کولو په موخه دی.

 

 اعلامیه زیاتوي، چې خلیلزاد په کابل کې له بېلا بېلو سیاسیونو او چارواکو سره کتلي او د سولې  په مسائلو یې ورسره خبرې کړي دي.

 

اعلامیه کې وړاندې راځي چې خلیلزاد له کابل وروسته دوحې او د سیمې نورو هېوادونو ته ځي او هدف یې د افغان سولې لپاره د سیمې د هېوادونو د ملاتړ جذبول دي.

 

 زلمي خلیلزاد په کابل کې د ولسمشر غني تر څنګ د مصالحې د عالي شورا له رئیس او د پخواني ولسمشر په شمول نورو سیاسي شخصیتونو سره کتلي دي او د ټولو اړخونو ټینګار په دې وه، چې جګړه ختمه شي او بین الافغاني مذاکرات یوې پایلې ته ورسول شي.

 

وروسته له هغې، چې بایډن واک ته رسېدلی، دا لومړی ځل دی، چې خلیلزاد د سیمې هيوادونو ته سفرونه کوي.