زلمی خلیلزاد کابل ته را ورسید

زلمی خلیلزاد کابل ته را ورسید


  • 10 مياشتي دمخه (01/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 385

د ملي مصالحې عالي شورا وایي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته را ورسید.

د ملي مصالحې عالي شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد کابل ته له را رسیدو سره د مصالحې عالي شورا له رییس او یو شمیر نورو غړو سره لیدنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې دواړو لورو په دغه لیدنه کې د سولې خبرو اترو، د امریکا له خوا د سولې دوحې د هوکړه لیک د ارزونې، سولې بهیر د چټکتیا، په دوحه کې د مذاکراتو د دویم پړاو، تاوتریخوالي پر کموالي، د سولې خبرو کې د پرمختګ پر لارو چارو او دایمي سولې ته د رسیدو په تړاو بحث او خبرې کړې دي.

بل لورته په کابل کې د امریکا سفارت وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی به د خپل سفر په لړ کې په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.
د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې خلیلزاد به له افغان سیاسي مشرانو او طالب استازو سره په خبرو کې په افغانستان کې د یو سیاسی توافق رامنځ ته کېدو په اړه چې د یو دایمي اورنبد سبب شي بحث او خبرې وکړی.

دا د امریکا د نوي حکومت له جوړیدو وروسته کابل ته د زلمي خلیلزاد لومړنی سفر دی.

ټاکل شوې خلیلزاد له کابل وروسته، دوحې او د سیمې یو شمیر نورو هیوادونو ته هم سفر ولري.