کابل کې چاودنې یو تن وواژه او ۲ نور ټپیان شول

کابل کې چاودنې یو تن وواژه او ۲ نور ټپیان شول


  • 9 مياشتي دمخه (27/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 250

 

د کابل امنیتي مسوولین وایي نن سهار د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند اتمه ناحیه کې د چاودنې له امله یو تن ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

مسوولین وایي چاودنه نن سهار ۸ بجې او ۳۰ دقیقې د یادې ولسوالۍ اړوند سیاه بیني بازار کې خوست اډې ته څیرمه رامنځته شوې او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د مسوولینو په وینا چاودنه په سمیه کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته  شوې او په تړاو یې پلټنې روانې دي.

په ورته مهال مسوولین د یادې ناحیې اړوند شاه شهید سیمې ځاځي بابا جومات سره نږدې د یو ځاي پر ځاي شوي ماین له کشف او شنډولو خبر ورکوي او وایي چې د یوې خونړۍ چاودنې مخه یې نیولې.