د ترهګرو د ملاتړ پایله؛ پاکستان له خړ لیست  نه وځي.

د ترهګرو د ملاتړ پایله؛ پاکستان له خړ لیست نه وځي.


  • 3 مياشتي دمخه (26/02/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 118

د ترهګرو د مالي ملاتړ له امله پاکستان د نړیوالې څارونکې ادارې په خړ نوملړ کې شامل شوی، چې د پاکستان لپاره ښه خبر نه دی.

 

تازه یو ځل بیا د ترهګرو د مالي سرچینو او غیرې قانوني پیسو د لېږد پرسر دنړېوالې څارونکې ادارې په خړ نوملړ کې پاتې شو.

 

دغې ادارې د څلور ورځنۍ عمومي غونډې په پای کې پرېکړه کړې چې پاکستان دې بیا هم په خړ نوملړ کې وساتل شي. د یادې ادارې مشر مارکس پلېیر ویلي، چې د دې هېواد په ورکړل شویو ۲۷ سپارښتنو کې ټولې نه دي پوره کړي او لا یې هم د دوی بشپړ اعتماد نه دی ترلاسه کړی.

 

یاده اداره په خړ لیست کې د پاکستان د پاتې کېدو خبر په داسې حال کې ورکوي، تېره ورځ د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار ویلي و، چې پاکستان نور په افغانستان کې جګړه نه غواړي او په یاد هېواد کې د طالبانو ملاتړ ته نور دوام نه ورکوي.