د غزني چارواکي: وسله والو ددې ولایت مقام د جلساتو د تنظیم مدیر وژلی دی.

د غزني چارواکي: وسله والو ددې ولایت مقام د جلساتو د تنظیم مدیر وژلی دی.


  • 9 مياشتي دمخه (25/02/2021)
  • خالد سهار
  • 288

د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه د ولایت مقام د مجلسونو د تنظیم مدیر، محمد موسی اخلاقي، د ناپېژاندو وسله والو له لوري د دې ولایت د ښار اړوند امیر محمد خان کلا سیمه کې د بې غږه تفنګچې په واسطه وژل شوی.

 

د دې ولایت چارواکو ویلي، له نوموړي سره په دغه پېښه کې خپل یو زوی هم و، چې په وینا یې زوی یې ټپي شوی او موټر یې وسله والو له ځان سره وړی دی.

 

د مرکز کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې د ناڅرګنده کسانو له لوري نظامي او ملکي وګړي ترور کېږي؛ خو عاملین یې د پېښو له ځایونو په تېښته بریالي کېږي.

 

چارواکي بیا د دغه ډول پېښو او هدفي بریدونو پړه په وسله والو طالبانو ور اچوي، خو وسله وال طالبان د چارواکو دغه ادعاوې ردوي.

 

طالبان وایي، چې دوی تاوتریخوالی او لویو ښارونو کې بریدونه کم کړي، چې په خبره یې دغه ډول پېښې دوی پورې اړه نه لري.