ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې دوه غړي ووژل شول.

ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې دوه غړي ووژل شول.


  • 7 مياشتي دمخه (21/02/2021)
  • خالد سهار
  • 278

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې تېره شپه امنیتي ځواکونو شېرزادو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې دوه غړي وژل شوي او بل ټپی دی.

 

چارواکي زیاتوي، چې همدا راز په ورته وخت کې د طوطو په اړوند سیمه کې دوه ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.

 

وسله والو بیا د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

 

د ننګرهار په شېرزادو کې له تېر څه وخته د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده، چې ښکېل لوري یو او بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.