حکمتیار: حکومت به د پرچمیانو پر برخلیک اخته کړو.

حکمتیار: حکومت به د پرچمیانو پر برخلیک اخته کړو.


  • 4 مياشتي دمخه (14/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 170

‏د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، که مجبور شو ددې حکومت مقابل کې به هغسې اقدام وکړو، چې د پرچمیانو مقابل کې مو کړی دی.

 

نوموړي ویلي، څو لنډو ورځو کې کابل کې ستر حرکتونه پیلوو، له خپلو حقونو دفاع کوو، که مو بندیان ازاد نه شي او د سولې معاهده عملي نه شي ارګ تر هغه محاصره کوو، څو اوسنۍ فاسده واکمني پای ته ورسیږي.

حکمتیار وایي چې په افغانستان کې د یوې نوې جګړې لپاره تیاري روانه ده. نوموړي چې نن یې د روسي ځواکونو د وتلو په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې خبرې کولې وویل، باوري اسناد او معلومات لري چې د سیمې هېوادونه له څو بندرونو افغانستان ته نوې وسلې، تجهیزات او وسایط لېږي.