اسلام کلا ګمرک کې پراخه اورلګیدنه شوې

اسلام کلا ګمرک کې پراخه اورلګیدنه شوې


  • 5 مياشتي دمخه (13/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 172

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي ددغه ولایت د اسلام کلا په ګمرک کې پراخه اورلګیدنه رامنځته شوې او په وینا یې ددغې اورلګیدنې د مخینوي لپاره هڅې روانې دي.

د هرات والي سید وحید قتالي وایي چې له اورلګیدنې وروسته په سیمه کې د تیلو او اوبلن غازو لسګونو موټرونو چاودنې کړي چې په وینا یې ددغې اورلګیدنې د مخنیوي لپاره امکانات نه لري او د ایران له سرحدي ښار تایباد څخه یې د اور د مخنیوي مرسته غوښتې ده.

چارواکو تر اوسه ددغې اورلګیدنې د رامنځته کیدو په تړاو څه نه دي ویلي خو یو شمیر عیني شاهدان وايي چې دغه اورلګیدنه د تیلو پر ټانکرونو د توغندي د لګیدو له امله رامنځته شوې.

تر اوسه ددغې اورلګیدنې د ځاني او مالي زیانونو په تړاو کره معلومات په لاس کې نشته.