غزني کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي

غزني کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي


  • 5 مياشتي دمخه (10/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 209

ملي دفاع وزارت وایي د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د ۱۰ بهرنیو وګړو په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي چې دله ډلې یې ۱۰ افغان طالبان، ۶ عرب، ۲ پاکستاني او ۲ تاجکستاني وسله وال دي.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې دغه عملیات تیره شپه افغان کمانډو ځواکونو ترسره کړي چې په لړ کې یې ۳ وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي او د ځانمرګو واسکټونو جوړولو یوه کارخانه او ځانمرګو بریدګو د استوګنې ځای هم له منځه وړل شوی.

خبرپاڼه زیاتوي په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۱۶ د ځانمرګو بریدونو واسکټونه او ۱۶ ټنه چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړل شوې.

بل لورته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په یاده نښته کې یوازې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي او د بهرنیو وسله والو د شتون په اړه ادعاوې یې رد کړي.