کابل کې چاودنې د پنځمې حوزې امر وواژه

کابل کې چاودنې د پنځمې حوزې امر وواژه


  • 5 مياشتي دمخه (10/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 175

د کابل امنیتي مسوولین وايي نن سهار د کابل په کارته پروان سیمه کې د مقناطیسي ماین چاودنې له امله د پنځمې امنیتي حوزې امر له خپلو دوه ساتونکو سره یو ځای ووژل شو.

دغه راز د دریمې ناحیې اړوند قوای مرکز سیمه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند موټر باندې د ماین چاودنې له امله د دغه وزارت د مهارتونو د پراختیا د رییس په ګډون ۴ تنه ټپیان شول.

بل لورته په پغمان ولسوالۍ کې پر رنجر موټر چاودنه شوې خو مسوولین وایي چې تلفات نه لري.

په ورته مهال د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې پر امر محمد زي کوچي برید طالبانو کړی او په وینا یې ژر به یې غچ واخلي.

که څه هم ددغو بریدونو پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو وسله والو طالبانو هم د صالح د څرګندونو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.