په موقت حکومت سوله نشي رامنځته کیدای

په موقت حکومت سوله نشي رامنځته کیدای


  • 1 کال دمخه (09/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 380

د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي داسې هیڅ تجربه نه ده ورته معلومه چې یوازې د موقت حکومت په رامنځته کیدو سره سوله رامنځته شوې وي.

عبدالله عبدالله ټینګار وکړ د هغې سولې پر وړاندې چې افغانانو ته د منلو وړ وي او د خلکو درد ته د پای ټکی کیږدي د شخص د موقعیت مسله دومره مهمه نه ده.

عبدالله وویل په ځلونو یې د موقت حکومت په تړاو خپل نظر شریک کړی خو مسوولیت لري چې د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ د اجمع نظر هم بیان کړي.

نوموړي وویل داسې هیڅ تجربه نشته چې وښيي یوازې پر موقت حکومت هوکړه د سولې د رامنځته کیدو لامل شوې وي او زیاتوي د موقت حکومت بحث کله کله د افغان سیاسیونو ترمنځ مطرح کیږي چې ښايي دو خپل منځ کې د موقت حکومت په تړاو هوکړې ته رسیږي او وضعیت به ښه کیږي خو په وینا یې دا بحثونه ګټور نه دي.

د مصالحې عالي شورا رییس دغه راز وایي که هیواد کې د سولې رامنځته کیدو لپاره یوه شیبه هم موجوده وي او څوک ترې غفلت وکړي، تاریخې او نه بښونکې تیروتنه به یې کړې وي.