غور کې د کویډ ۱۹ روغتون سوځیدلی

غور کې د کویډ ۱۹ روغتون سوځیدلی


  • 3 کاله دمخه (05/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 968

د غور ولایت روغتیایي مسوولین وایي نن سهار په یاد ولایت کې د کویډ ۱۹ روغتون کې د اورلګیدنې له امله ددغه روغتون اداري دفتر او ګڼې برخې سوځیدلې دي.

د مسوولینو په وینا دغه اورلګیدنه اداري دفتر کې د یوې بخارۍ له امله رامنځته شوې چې ځاني تلفات نه لري خو ګڼ مالي زیانونه یې اړولي دي.

د غور امنیتي مسوولین وایي سیمې ته د اور وژنې کارکوونکي رسیدلي او اور یې مړ کړی دی.