نقد د جمهوریت ښایست دی

نقد د جمهوریت ښایست دی


  • 1 کال دمخه (30/01/2021)
  • نجيب ننګيال
  • 552

مونږ چې کله د افغانستان په نظام نه، په ټول حکومت هم نه، يوازې په څو فاسدو څهرو یې انتقاد وکړو. طالبان داسې چکچکې را ته وهي. د خير په غونډۍ ناست وي چې ځه که خدای کول د هغه کوچي وکيل خبره نظام سکوت دی. ومن الله توفيق. 

د افغانستان نظام چې تر اوسني حالته لس چنده نور هم فاسد شي. بديل یې طالب نه دی.‌ تر طالب او داعشه سل وارې بهتره دی. زه د دې وطن ډېر عادي وګړی يم. نه د کومې سياسي کورنۍ په انګړ کې را لوی شوی يم. نه د کوم مليونر او ملياردر زوی يم. پوهنتون مې لوستی او څو ټکي تورولی شم. خو غږ مې تر جمهور رئيسه رسېږي. دا ځينې وزيران نقدول خو ولاکه د خيرک ادې هم را ته ښکاري.

زه، ته او بل چې په اسانۍ د حکومت ګرېوان ته لاس ور اچوو او په زړورتيا یې نقدوو. ټول پوهېږو چې هيڅوک مو هيڅ نشي کولی. د فرد حقوق محفوظ دي. د قانون سره سم د بيان ازادي‌ چې ملي‌ ارزښتونو ته پکې سپکاوی او ملي‌ ګټو ته پکې زيان نه وي، زمونږ ټولو حق دی.‌ نقد، لاريون، شکايت، عريضه، مناظره دا هر څه د يوه ولسواکه نظام ښايست دی.‌ ما جمهور رئيس ته رايه ورکړې. رئيس جمهور کړی مې دی.‌ حق لرم، د دندې، برېښنا، ښې حکومتدارۍ، غوره اقتصاد او خدماتو پوښتنه ځنې وکړم. په نشتون کې یې شکايت وکړم. رايه ورکول دو جانبه قرارداد دی.‌ يو شی چې غوسه راولي هغه د خلکو شکايتونه او د خلکو نا رضايتي بابيزه‌ ګڼل دي. په ولسواکۍ کې ولسواک حکومت مکلف او مسئول دی چې د خلکو د رضايت کچه لوړه کړي‌ او د هر فرد شکايت جدي‌ ونيسي. حساب ورکړي‌ او پوښتنو ته یې اعتناء وکړي. خدای مکړه که نقد، لاريون، شکايت او عرايضو ته توجه نه کېږي په هغسې نظامونو کې ولسونه په بديلو لارو چارو فکر کوي او همدا د نظامونو د پای سبب ګرځي. 

برعکس اخوا طالب دی. د طالب په سيمه کې نه زغم شته، نه د شکايت حق لرې. اميرالمومنين ته به تابع یې. د اميرالمومنين که دې په پنځه کاله کې څهره څه چې عکس هم نه وي ليدلی چې نر دی که ښځه. له مال و جايداد، علميت، ادرس او تاريخچې به یې هم نه یې خبر. بس لکه ړوند به پسې روان یې چې هر څه یې درته ويل منه یې. په دې پېړۍ کې د جهالت منل او زغمل د هيچا د وس خبره نه ده. د طالبانو په ټول آمارت کې د خلافت مجلې او شريعت غږ راديو پرته خپرونې نه وې. ازادې رسنۍ خو بيخي‌ نه وي. په عادي چڼي اعتراض هم د علماوو سپکاوی ګڼل کېده او هر خيرن د پيغمبر وارث و. د طالب ټوله خبره په جهادي انډوخر را څرخي. د ژوند د فلاح او بهبود، د ملي هویت، ملي ګټو، ملي تاریخ او ملي کلتور خبره به ځنې وا نه ورې. 

اوسنی نظام چې هر څومره نقد شي، طالباني نظام سره د مقايسې وړ نه دی. نن چې عباس ستانکزی د حکومت د لرې کېدو خبره کوي، هغه پوهېږي چې زمونږ د قوت يوازينی ټکی همدا نظام دی او حکومت یې ساتونکی دی. د طالباني نظام په مالي،‌ اخلاقي او سياسي فساد به لیکل وکړو.