ننګرهار کې یو اندازه نشه یي مواد نیول شوي دي.

ننګرهار کې یو اندازه نشه یي مواد نیول شوي دي.


  • 4 مياشتي دمخه (29/01/2021)
  • خالد سهار
  • 160

د ننګرهار په جلال اباد ښار کې یو اندازه نشه یي توکي نیول شوي دي.

 

د ننګرهار ولایت مقام وایي، چې د دغه ولایت امینه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلال اباد ښار اړوند سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي دي.

 

مقام وایي، چې پولیسو د دغه عملیات په پایله کې له یوه کور څخه ۴۲۲۵ قرصه ټابلیټ کا، یو کیلو چرس، درې لیټره الکولي مشروبات، ټي ټي تومانچه او د نشه یي توکو څخه ۱۵۸ زره افغانۍ ترلاسه کړي دي.

 

مقام زیاتوي، چې په دې تړاو یې یو تن هم نیولی دی.