بدخشان کې ۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بدخشان کې ۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


  • 10 مياشتي دمخه (28/01/2021)
  • خالد سهار
  • 283

ملي دفاع وزارت وایي، چې تېره ورځ هوایي ځواکونو د دې ولایت ارغنجواه ولسوالۍ په اوران شهر بالا سیمه کې د وسله والو طلبانو پر ځایونو برید ترسره کړی، چې په پایله کې یې څلور طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

 

وزارت وایي، چې په دې برید کې یو پایه زیکویک، دوه میله دهشکې، ۴ میله کلاشینکوف، ۲۰ د راکټ مرمۍ، ۱۵۰ د زیکویک مرمۍ، ۳ صندوقه د کلاشیکوف مرمۍ او یو اندازه نور مهمات ترلاسه او له منځه وړل شوي دي.

 

وسله والو طالبانو ددې برید په تړاو څه نه دي ویلي.