امریکا په افغانستان کې د ځواکونو په وتلو بیا کتنه کوي.

امریکا په افغانستان کې د ځواکونو په وتلو بیا کتنه کوي.


  • 10 مياشتي دمخه (27/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 280

 

د امریکایي ځواکونو پر وتو له سره کتنه کیږي.

امریکا غواړي له افغانستان د خپلو سرتېرو په ویستلو غور وکړي.

د امریکا نوي دفاع وزیر  لوید اسټین ویلي، په افغانستان او عراق کې به د امریکایي ځواکونو د شمیر او وضیعت په اړه ارزونه وکړي.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند هم ویلي، چې د بایډن اداره به هر اقدام په ډېر دقت سره واخلي او نوې اداره به د سرتېرو وضیعت حتمآ وارزوي.

ټرمپ تر دې وړاندې له طالبانو سره د دوحې په تړون کې ویلي منلې وه، چې امریکایي سرتیري به له افغانستان څخه وباسي.

اوس مهال افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري شتون لري، چې د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.