پاکستان وایي، هیله لري چې افغانستان کې یوه ټولشموله سوله راشي.

پاکستان وایي، هیله لري چې افغانستان کې یوه ټولشموله سوله راشي.


  • 10 مياشتي دمخه (16/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 383

پاکستان وایي، هیله لري افغانان یو ټولشموله سیاسي جوړ جاړي ته ورسیږي.

د افغانستان لپار د پاکستان سفیر منصور احمد خان وایي، اسلام اباد د کابل لپاره یو پاک نیت لري او هڅه کوي، په افغانستان کې د یوې دایمي سولې لپاره خپل ټول قوت پکار واچوي. نوموړي ویلي، اسلام اباد د افغان سولې لپاره له افغان حکومت رانیولې، له طالبانو او ټولو سیاسي جهتونو سره د افغان سولې پر سر په تماس کې دی.

منصور احمد خان ویلي، پاکستان ته د طالبانو په وروستي سفر کې خبرې تر ډیره بریده په سولې پورې تړلې وې او طالبانو ته یې یو واضح پیغام ورکړی، چې افغانستان کې جګړه فوځي حل نلري.

منصوراحمد خان دغه څرګندونې په داسې مهال کوي، چې لاهم ګڼ افغانان افغانستان کې د روانې جګړې یواځنی لامل پاکستان بولي.