د هیواد د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د سعودي له سفیر سره کتلي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د سعودي له سفیر سره کتلي.


  • 5 مياشتي دمخه (13/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 156

حنیف اتمر په کابل کې د سعودی عربستان له سفیر سره کتلي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر جاسم محمدالخالدي سره کتلي. دواړو لوریو  په دې لیدنه کې، د افغان سولې پر پروسې،په دوه اړخیزو اړیکو، د سعودي پر همکاریو او په دغه هیواد کې میشت افغان  کارګرانو ته په سهولت برابرولو خبرې کړي دي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وه، چې هڅه کوي د افغان سولې لپاره یوه قوي بهرنۍ اجماع رامنځته کړي.