غني: ولسي جرګه یوازې د تایید او رد مسوولیت لري

غني: ولسي جرګه یوازې د تایید او رد مسوولیت لري


  • 1 کال دمخه (06/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 290

ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې ناستې ته وویل چې د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې اضافي پروژې نه شاملیږي او پارلمان د اساسي قانون له مخې نه شي کولای د حکومت ځای ونیسي.

ولسمشر غني وایي د اساسي قانون د وضاحت له مخې د بودیجې چمتو کول او وړاندې کول د اجراییه قوې کار دی او پارلمان یوازې د رد او تایید مسوولیت لري.

 ولسمشر دغه راز وویل چې بودیجه کې د میلیاردونو سترو او کوچنیو پروژو چې د سلیقې پر اساس راغلي د شاملیدو توان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه کې د توازن د نه شتون له امله رد کړه او ګواښ یې وکړ تر څو چې متوازنه بودیجه تایید نه کړي په ژمنیو رخصتیو نه ځي.