لغمان کې د دوه میلونه په ارزښت له بزګرانو سره مرسته وشوه.

لغمان کې د دوه میلونه په ارزښت له بزګرانو سره مرسته وشوه.


  • 7 مياشتي دمخه (30/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 200

په لغمان کې د WFP موسیسې له لورې د څه د پاسه دوه میلیونه افغانیو په ارزښت بزګرانو سره د زراعتي ماشین الاتو مرسته وشوه. لغمان ولایت کې WFP  په مالي لګښت او د اکټيد موسیسې په تخنیکي مرسته د څه د پاسه دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د باغ میرزا،علي خیلو او دره لام سیمو د درې انجمونونو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه.د اکټید موسیسې مسوول محمد عارف عارف د معلوماتو له مخې په لغمان ولایت کې د بزګرانو د پرمختګ په موخه یې بېلابېل پروګرامونه تطبیق کړي چې له جملي یې نن د مهترلام او قرغیو ولسوالۍ  اړوند درې انجمنونو بزګرانو سره د تراکتورونو، جنراتورونو او  کرنیزو ماشینونو مرسته ترسره کړه.