پر کرونا د اخته کسانو شمیر ۵۲ زره او ۱۴۷ ته ورسید

پر کرونا د اخته کسانو شمیر ۵۲ زره او ۱۴۷ ته ورسید


  • 11 مياشتي دمخه (28/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 273

 

پر کرونا د اخته کسانو شمیر ۵۲ زره او ۱۴۷ ته ورسید.

د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې تازه پر کرونا ویروس ۱۴۰ تنه اخته شوي او ۲۷۹ نور بیرته ترې رغیدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې له تازه ثبت شویو شمیرو سره پر کرونا د اخته کسانو ټول شمیر ۵۲ زره او ۱۴۷ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۱۷۹ تنه مړه شوي او ۴۱ زره او ۶۱۰ تنه بیرته رغیدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین یو ځل بیا له هیوادوالو غواړي چې د کرونا ویروس د مخنیوي او له دغه ویروس څخه د خوندیتوب لپاره ټولنیز واټڼ مراعت او تل له ماسک څخه ګټه پورته کړي.