افغان حکومت وایي د سولې بل پړاو خبرې په دوحه کې پیلیږي.

افغان حکومت وایي د سولې بل پړاو خبرې په دوحه کې پیلیږي.


  • 9 مياشتي دمخه (27/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 259

د سولې د دوهم پړاو خبرو ځای په ډاګه شو.

د ولسمشر سلاکار وحید عمر ویلي، د سولې دوهم پړاو خبرې به په دوحه کې ترسره کیږي.

عمر ویلي، ولسمشر غني د سولې خبرو کې د ځنډ رامنځته کیدو  دمخنیوي په موخه، دافغان مذاکره کونکي، پلاوي، د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او نړیوالو په غوښتنه پریکړه کړې، چې د خبرو بل پړاو دې په دوحه کې ترسره شي. وحیدعمر زیاته کړې، افغان حکومت لاهم په افغانستان کې د سولې د خبرو پړاوونو پر اړتیا ټینګار کوي.

وروسته له هغې چې د سولې لومړی پړاو مذاکرات پای ته ورسیدل، افغان حکومت له طالب لوري وغوښتل تر څو بل پړاو خبرې په افغانستان کې ترسره کړې، خو طالب لوري بیا په کور دننه د خبرو لپاره شرایط نامناسب بلل.