د سولې خبرې دې دځای پر سر نه قرباني کیږي.

د سولې خبرې دې دځای پر سر نه قرباني کیږي.


  • 11 مياشتي دمخه (19/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 463

که څه هم دوحه کې د افغان او طالب پلاوي ترمنځ د رخصتۍ پرمهال د بل پړاو خبرو لپاره د ځای په ټاکلو کومه خبره نه وه شوې، خو دلته په کور دننه بیا د دوهم پړاو د خبرو ځای یوه ګرمه موضوع ده، چې دافغانستان د بیلابیلو ولایتونو والیانو طالبانو ته مربوطه ولایت مناسب یاد کړی، خو تیره ورځ ولسمشر غني بیا طالب پلاوي ته کندهار کې د بل پړاو دخبرو بلنه ورکړه. اوس  ولسي جرګه وایي، حکومت او طالبان دې د سولې خبرې دځای او مکان نه قرباني کوي. د ولسي جرکې غړي او ځېنې احزاب اندیښنه لرې، چې د سولې ۲۲ ورځنی ځنډ به د ځای ټاکلو پر سر اوږد شي، چې دا چاره افغان ولس نور هم د تباهۍ خواته بیایي. ولسي جرګه همدا شان ټینګار کوي، چې بل پړاو خبرو کې دې تاکید په اوربند وشي.

د افغان ولسمشر په ګډون یو شمیر لوړ پوړو طالب لوري ته په کور دننه د خبرو بلنه ورکړې خو طالبان بیا دلته د خبرو لپاره شرایط مناسب نه بولي