طالبان دې د سولې خبرې دې کندهار کې ترسره کړي

طالبان دې د سولې خبرې دې کندهار کې ترسره کړي


  • 6 مياشتي دمخه (17/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 205

 

ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د سولې خبرې دې په کندهار ولایت کې ترسره کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې کندهار ولایت ته یې د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ سفر کړی د دې ولایت له چارواکو او قومي مشرانو سره له کتنې وروسته یې په ۲۰۵ اتل قل اردو کې ولسي خلکو ته وینا وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، سوله اخلاقي جرات غواړي او ده د پنځه زره طالب بندیانو په خلاصون سره دغه کار ترسره کړی دی، خو وایي نور بندیانو د ژمنو له عملي کېدو پرته نه خوشي کوي.

اشرف غني وایي، سولې ته ژمن دی او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د جګړې پر ځای دې سیاست ته داخل شي.