شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ خلاف لاریون وشو

شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ خلاف لاریون وشو


  • 7 مياشتي دمخه (15/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 239

 

شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ خلاف لاریون وشو

دغه لاریون په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني عسکرو له لوري د یو ملکي وګړي د وژل کېدو په غبرګون کې ترسره شوی دی.

لاریونوال وایي دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني پوځیان په غیر قانوني توګه هلته بې ګناه ملکي وګړي په نښه کوي.

د دوی په خبره پاکستاني عسکرو تېره ورځ یو ملکي وګړی د تالاشۍ پر مهال وژلی دی.

مدني فعالان او د سیمې اوسېدونکي وایي چې د پاکستاني پوځ له ظلمونو ستړي شوي او باید نړیوال یې غږ واوري.

د پښتونخوا په ملي اسامبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي ویلي دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني عسکر دغه ډول نارواوې او ظلمونه کوي بلکې تر دې مخکې هم دا ظلمونه شوي او خلک نور ددې وضعیت دوام نشي زغملی.