ولسي جرګه د حکومت مذاکراتي پلاوی راپور ورکولو ته ورغواړي

ولسي جرګه د حکومت مذاکراتي پلاوی راپور ورکولو ته ورغواړي


  • 1 کال دمخه (15/12/2020)
  • سیلۍ اسد
  • 482

 د ولسي جرګې غړي وایي، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به له دوحې تر راستنېدو وروسته دغې جرګې ته د راپور ورکولو لپاره ور وغواړي.

 

د ولسي جرګې ځینو غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوې به په نږدې راتلونکي کې له دوحې څخه راستانه شوي د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي دغې جرګې ته وروغواړي.

 

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي، دوی دا پلاوی ددې لپاره خپلې غونډې ته راغواړي چې په دوحه کې د ترسره شویو خبرو اترو پایلې او خپلې لاسته راوړنې د ولس له استازو سره شریکې کړي.