د فردین امیني فاتحه په کابل کې واخیستل شوه

د فردین امیني فاتحه په کابل کې واخیستل شوه


  • 6 مياشتي دمخه (12/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 309

کابل کې د اریانا تلویزیون د خبریال او ویاند فردین امیني فاتحه د هغه د کورنۍ له خوا واخېستل شوه.

سره له دې، چې امنیتي ادارې او د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د فردین امیني د وژل کېدو پېښه جنايي بولي خو د فردین امیني د کورنۍ غړي وايي چې نوموړی وژل شوی او حکومت دې د نوموړي قاتلین ونیسي.

د خبریالانو د حقونو مدافع بنسټونه حکومت د خبریالانو د ژوند خوندیتوب په برخه کې په پاتې راتلو تورنوي او وایي سره له دې چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی ګڼې پېښې ثبت شوې، خو یوه یې هم نه ده څیړل شوې.

یوازې په وروستیو څو اونیو کې څلور خبریالان، یما سیاوش، الیاس داعي، ملاله میوند او په وروستۍ پېښه کې د آریانا ټلویزیون ویاند فردین امیني وژل شوي دي.

خو په کابل کې د یما سیاوش تر وژل کېدو وروسته، په هلمند ولایت کې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي ،ورپسې په ننګرهار کې د یوه خصوصي ټلویزیون خبریاله ملاله میوند او تازه په کابل کې د اریانانیوز ویاند فردین امیني د وژل کېدو مرموزې پېښې اندېښنې زیاتې کړي دي.

د خبریالانو د حقونو مدافع بنسټونه حکومت د خبریالانو د ژوند خوندیتوب په برخه کې په پاتې راتلو تورنوي او وایي سره له دې چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی ګڼې پېښې ثبت شوې، خو یوه یې هم نه ده څیړل شوې.

افغان خبریالان وایي، د هیڅ ډول مصونیت احساس نه کوي او له ژمنو سره سره افغان حکومت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی.

وسله والو طالبانو د خبریالانو د قتل په وروستیو ټولو پېښو کې لاس لرل رد کړي،خو تردامهاله کومې بلې ډلې هم د دې پېښو مسوولیت نه دی منلی.