د سولې خبرو کې دې اوربند ته لومړیتوب ورکړل شي

د سولې خبرو کې دې اوربند ته لومړیتوب ورکړل شي


  • 1 کال دمخه (11/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 340

 

د جګړې او سولې مطالعاتو د انسټیټیوټ یوه تازه څېړنه ښیي چې ډېر شمېر افغانان غواړي په دوحه کې دې د سولې په خبرو کې اوربند ته لومړيتوب ورکړل شي.

د دغه انسټیټیوټ مسولین وايي ۷۰ سلنه ځواب ویونکو له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د پراخو بدلونونو راوستل رد کړي دي.

په همدې حال کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي تایید کړې چې په هېواد کې اوربند د بین الاافغاني خبرو د اجنډا په سر کې ځای لري.

د جګړې او سولې مطالعاتو د انسټیټیوټ په دې څېړنه کې له کابو اته زره شپږ سوه کسانو پر انلاین پوښتنې شوې دي.

په دې کې ۵۸ سلنه یې نارینه او ۴۲ یې ښځینه وو.

د څېړنې ډېری پوښتنې په افغانستان کې د جګړې او سولې اړوند وې.

د دغه انسټیټیوټ مسولین وايي ۷۵ سلنه خلکو په ځواب کې ویلي چې په دوحه کې د سولې خبرو پیل سره هم مهال په هېواد کې جګړو زور اخیستی.

ځواب ویوونکو ویلي افغان حکومت باید په دوحه کې د سولې خبرو کې اوربند ته لومړیتوب ورکړي.