ارګ وایي نیویارک ټایمز دروغجن راپور خپور کړی.

ارګ وایي نیویارک ټایمز دروغجن راپور خپور کړی.


  • 1 کال دمخه (30/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 328

د ارګ غبرګون؛ 

د نیویارک ټایمز راپور له حقیقته لرې دی.

ارګ د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړی چې ویلي یې وه، ولسمشر غني د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، ولسمشر د سولې له پیله تر اوسه پورې ددغې پروسې پر وړاندې ټول خنډونه لرې کړي. صدیقي وایي په سترو جرمونو د تورنو طالب بندیانو خوشې کول د سولې لپاره د ولسمشر ښکاره حسن نیت دی او د نیویارک ټایمز راپور بې بنسټه دی.