د بنسټپالو او ملتپالو اتحاد ((پښتونستان)) زېږوي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • سيلګ هريسن\ ژباړن: نذيراحمد سهار
  • 348

مقاله ليکوال((سيلګ هريسن)) د نړيوالو څيړنو مرکز د اسيايي پروګرامونو د څانګې مسوول دى، چې د افغانستان په اړه يې (( په افغانستان کې سيوري)) کتاب هم ليکلى دى. دا ليکنه د انټرنېشنل هيرالډ ټربيون په ګډون په ګڼ شمېر بهرنيو انګليسي ژبو ورځپاڼو کې خپره شوې ده.

په قبايلي پښتون ميشتو سيمو او د افغانستان په سوېل کې د القاعدې شبکې او طالبانو ننګونې او ګواښونه، چې د قبايلي وګړو  او د آى اېس آى له ملاتړه برخمن دي، ورځ په ورځ ډېريږي. د مذهبي بنسټپالو او بېلتون پالو پښتنو د غورځنګ نږدېتوب دغه وېرې او اندېښنې لا پسې ډېرې کړې او کېداى شي د افغانستان او پاکستان د پولو په دواړو خواوو کې د ٤١ملييونه( ٥٠ مليونه) پرتو پښتنو د يووالي لامل وګرځي. دغه قومي يووالى ښايي په سيمه کې د پښتونستان په نامه د بنسټپالو مسلمانانو ترمشرتابه لاندې يو نوى ملي هويت وزېږوي. البته ٤١ مليونه او ياهم  د ايرک مارګس په وينا، ٤٠ مليونه پښتانه، چې نږدې ٢٨ مليونه يې په پاکستان کې او پاتې نور په افغانستان کې اوسيږي او دافغان وګړو څه کم ٥٠ سلنه جوړوي.
افغانستان او پاکستان دواړه کمزوري ډېرټبري دولتونه لري.( امريکا او نړيواله ټولنه) تېروتې، چې له جهاديانو سره يوازې له پوځي لارې مقابله کوي، خو قومي اړخ ته پام نه کوي او دا ددې لامل ګرځېدلى، چې طالبان او القاعده د پښتنو ملتپالو د مشرتابه چارې پخپله غاړه واخلي.
په پاکستان کې د جنرال مشرف د پوځي حکومت  ډېرى غړي پنجابيان دي. غرنيو قبايلي پښتنو پېړۍ پېړۍ د پنجابيانو د نفوذ پر وړاندې ټينګاو کړى او له خپلو نيمه خپلواکو سيمو يې دفاع او ساتنه کړې ده. دا اوس اوس امريکا د مشرف پر حکومت ټينګار کوي، چې قبايلي نيمه خپلواکې سيمې تر ولکې لاندې راولي او هلته قانون پلى کړي، خو که مشرف له دې کاره ډډه وکړي، لکه، چې کړې يې ده، ښايي امريکا په يوه اړخيز ډول خپله دا کار وکړي. پر لال جومات د پوځ عملياتو قبايلي وګړي را وپارول، ځکه د جومات او مدرسې ډېرى طالبان پښتانه وو.همدغسې يو شمېر پښتانه پوځي منصبوال هم خوابدي شول.
په افغانستان کې پښتانه تر ټولو يوازينى ستر قومي نفوس جوړوي، خو د کرزي له حکومت نه سخت خوابدي دي، ځکه په حکومت کې هغه تاجک لږه کي نفوذ لري، چې امريکا يې په مرسته طالبان له واکمنۍ را پرې اېستل. له دې اخوا، همدا پښتانه دي ،چې د طالبانو په ټس کې هره ورځ د ناټو او امريکايي ځواکونو په بمبارۍ کې مړه او ټپيان کيږي. طالبان نږدې ټول پښتانه دي او په پښتني سيمو کې فعاليتونه کوي. د باوري اټکلونو له مخې له ٢٠٠١ ز کال څخه تر دې مهاله نږدې ٥٠٠٠ تنه ملکي پښتانه د پوځي عملياتو ښکار شويدي. پاکستان پر ٢٠٠٤ کال د واشنګټن د فشارونو له امله د القاعدې د پټنځايونو پر ضد پراخ عملييات پيل کړل ، چې په پايله کې يې نږدې ٥٠ زره ملکي وګړي زيانمن(مړه، ټپيان، بې کوره او بې روزګاره) شول. مشرف وروسته د پښتنو جنرالانو د خوشالولو لپاره په شمالي وزيرستان کې له قبايلي وګړو سره د سولې تړون وکړ، چې د بوش حکومت له سخت غبرګون سره مخ شو. ددغه تړون يوه موخه داوه،چې طالبان په افغانستان کې له عملياتو راوګرځيږي، خو په قبايلي سيمو کې د پاکستاني پوځ عملياتو بدې اغيزې وکړې او پښتانه د پاکستان له مرکزي حکومت سره لا خيره او مخالف شول. له قبايلي مشرانو سره د مشرف تړون له څو اړخونو پښتانه اسلامپالي او ملتپالي را پارولي وو او کله، چې پر سره جومات عمليات ترسره شول تړون يې (هم پسې)مات کړ.
په پښتني سيمو کې د اسلامپالو او ملتپالو(!) ترمنځ اوسمهال بنسټپالنه په چټکۍ خپلې رېښې غځوي. په ساده منطق ويلاى شو، چې په دې جګړه کې بالاخره اسلامپالي يا ملتپالي بريالي کيږي، خو ديوه پخواني پاکستاني دپلوماټ حسين حقاني په وينا، دا شونتيا ورځ په ورځ ډېريږي، چې په سيمه کې يو اسلامي پښتونستان رامنځته کړي. د روان کال د مارچ مياشتې پر لومړۍ نېټه په واشنګټن کې د پاکستان د سفير محمد علي دراني په نوښت يوه څيړنغونډه جوړه شوې وه. پښتون دراني وويل: (( زه هيله لرم، چې طالبان او پښتانه ملتپالي( نشنلسټان) سره يوځاى نشي او که داسې وشي، لکه اوس ، چې يوڅه ترسترګو کيږي، موږ به د کندې پرغاړه وو)).
امريکا څه ډول د پښتونستان ((بم)) شنډولاى شي؟
 لومړى بايد په دواړو سيمو( د افغانستان په سويلي او له ډيورنډ اخوا قبايلي سيمو کې ) د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوى وشي. متبادله لاره يې کومانډو او پلي ځواکونه دي.
 کرزى بايد وهڅول شي، چې دکابل پر مهمو امنيتي څوکيو د لږه کي تاجک توکمو پرځاى غلجي پښتانه وګوماري. په تېره هغه غلجيان، چې پر طالبانو تر نورو ډېر نفوذ درلوداى شي.
 په پاکستان کې بايد پوځي حکومت لرې او د ١٩٧٣ کال اساسي قانون پلى شي، چې پښتون، بلوڅ او سندي لږه کيو ته ايالتي واکمني ورکوي. همداراز د پنجابيانو د نفوذ کمولو لپاره بايد سرحد ايالت، قبايلي سيمې او د بلوڅستان ځينې سيمې ، چې ډېرى پښتانه پکې اوسيږي د پښتونخوا په نامه ونوموي. دا پخپله پښتانه دې ته اړباسي، چې د پاکستان په سياست کې دخيل شي.
د پاکستان حکومت ( د امريکا په مرسته) غواړي په قبيايلي سيمو يا فاټا کې پر اقتصادي او نورو ټولنيزو پروژو ٧٥٠ مليون ډالره ولګوي، خو اوس ، چې دا مرستې د هغو پنجابيانو په لاس وېشل کيږي، چې پښتانه ترې کرکه کوي، يوه ستره تېروتنه ده. وروستيو پېښو قبايلي خېلونه پارولي او پښتانه ملتپالي په دې توګه لا پياوړي کيږي، ځکه اوس ، چې څوک د پنجابي د لاس مرسته اخلي د خاين ټاپه پرې لګول کيږي.
ولسواکي په لنډمهالې توګه پر بنسټپالو د بري او په اوږدمهالې توګه د ډېرقومي پاکستان د ټينګښت لپاره ګټوره او اغيزناکه ده.