دافغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې سختیږي.

دافغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې سختیږي.


  • 10 مياشتي دمخه (17/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 291

 

 

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې سختیږي.

د فنلینډ دبهرنیو چارو وزیر ویلي نړیواله ټولنه به له افغانستان سره خپلې مرستې سختي کړي.

شاوخوا دوه میاشتې وروسته له افغانستان سره دنړیوالې ټولنې د مرستې وخت پوره کیږي او افغان حکومت به د جینوا راتلونکي کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې مرسته غواړي.

تازه د فنلنډ دبهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ښایي داځل به له افغانستان سره د مرستو شرایط خورا سخت وي.

نوموړي ويلي داځل به دغه مرستې هر کال ارزول کیږي او نړیواله ټولنه به د جدي شفافیت غوښتننه کوي.